کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کی د ماین او انتحاری واسکت جوړونی یو کارخانی کشف

18 میزان 1396 ساعت 9:25

ملی امنیت عمومی ریاست د کابل ښار خوشحال مینه په سیمه کی د ماین او انتحاری واسکت جوړونی د کارخانی کشف څخه خبر ورکوی.


 

 

 

د آوا په ګزارش سره، دا ریاست په هغه خبرپاڼه کی چی نن رسنیو ته واستول، راوړی دی: دا عملیات دتروریستی طالبانو ډلی پوری مربوط انتحاری واسکتونو او ماینونو جوړولو کارخانی باندی د خوشحال مینه په سیمه کی صورت ونیول او ډیر چاودیدونکی توکی او ماین جوړونی دستګاوی کشف سو.

ددی کارخانی په کشف سره د کابل په ښار کی د څو لویو تروریستی بریدونو مخه ونیول سو.

ملی امنیت ریاست وایی: په دی عملیات کی د طالبانو دوه غړۍ د ضیا الرحمن او آصف په نامه هم وژل سوی دی چی ددی مرکز چارو مخته وړلو دنده درلوده.


د مطلب کود: 151159

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151159/په-کابل-کی-د-ماین-او-انتحاری-واسکت-جوړونی-یو-کارخانی-کشف

آوا
  https://www.avapress.com