کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزنی کی ځواکونو لوا قومانده:

طالبان په غزنی کی خپلو مقاصدو ته نه دی رسیدلی

19 میزان 1396 ساعت 5:49

امنیتی چارواکی د غزنی ولسوالیو او ښارونو سقوط لپاره د طابانو عملیاتونو ناکامه پاته کیدو څخه خبر وکړی دی او وایی: طالبان په جاری کال کی خپل مقاصدو ته په غزنی کی ونه رسیدل او سخت ماته یی وخوړه.


 

د افغان غږ(آوا) په ګزارش سره، جنرال نظام الدین خنجر؛ په غزنی کی دریم ځواک لوا قومانده وویل: طالبان سږ کال د تیرو کلونو په شان خپل مقصد ته ونه رسیدل او سخت ماته یی وخوړه.

د ښاغلی خنجر په وینا د طالبانو مقصد داوو چی سږ کال د غزنی ښار او ځینی ولسوالی سقوط کړی او خوشبختانه خپل دا مقصد ته رسیدو ته ناکامه سو.

همدارنګه د بهار لمړیو څخه تراوسه پوری په لسګونه طالبان د امنیتی ځواکونو عملیاتونو په نتیجه کی د غزنی په مرکز او ولسوالیو کی وژل سوی او ټپیان سوی دی.

دا په داسی حال کی دی چی غزنی سږ کال طالبانو له لوری ډیر امنیتی پیښی ولیدلی. د طالبانو او ځینو بی طرفه سرچینو په اساس د اغز او زنخان ولسوالی د طالبانو په لاس سقوط وکړ خو بیرته د امنیتی ځواکونو تر تصرف لاندی سو او د غزنی څو ولسوالی د سخت امنیتی ګواښ سره مخ وو او دی.


د مطلب کود: 151215

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151215/طالبان-په-غزنی-کی-خپلو-مقاصدو-ته-نه-دی-رسیدلی

آوا
  https://www.avapress.com