کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابلوف: د روسیې او ناټو استازي به د افغانستان په اړه غونډه وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 میزان 1396 ساعت 12:40


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، د روسیې او ناټو استازي به د اکتوبر په شپږ ویشتمه د بلجیم په مرکز بروکسل کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

جرمني اژانس د ضمیرکابلوف په وینا خبر ورکړ چې د راتلونکې پنجشنبې د ورځې په غونډه کې به روسیه د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپل معلومات د ناټو له شورا سره شریک کړي.

ځینو امریکایي چارواکو د روان میلادي کال په پیل کې تور پورې کړی و چې مسکو طالبانو ته وسلې ورکړي دي، روسیې دا تورونه رد کړي دي.


د مطلب کود: 151670

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151670/کابلوف-د-روسیې-او-ناټو-استازي-افغانستان-په-اړه-غونډه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com