دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 151670
کابلوف: د روسیې او ناټو استازي به د افغانستان په اړه غونډه وکړي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، د روسیې او ناټو استازي به د اکتوبر په شپږ ویشتمه د بلجیم په مرکز بروکسل کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

جرمني اژانس د ضمیرکابلوف په وینا خبر ورکړ چې د راتلونکې پنجشنبې د ورځې په غونډه کې به روسیه د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپل معلومات د ناټو له شورا سره شریک کړي.

ځینو امریکایي چارواکو د روان میلادي کال په پیل کې تور پورې کړی و چې مسکو طالبانو ته وسلې ورکړي دي، روسیې دا تورونه رد کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfeydyxw6dtva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته