دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 46686
ضمیر کابلوف په افغانستان کې د روسي ولسمشر ځانګړی استازی شو
ازادی رادیو - د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين- ضمير کابلوف په افغانستان کې د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

کابلوف د روسيې په بهرنيو چارو وزارت کې د اسيا د دويمې شعبې مشر و.

دى په ١٩٩٧م کال کې د ماسکو د نړيوالو اړيکو له دولتي انسټیتیوټ څخه فارغ شوى او له هغې راهيسې د مسلکي ډيپلوماټ په توګه دنده ترسره کوي.

په ١٩٩٥م کال کې دى يو له هغو کسانو و، چې کندهار ته د يوې غلا شوې روسۍ الوتکې د ازادۍ لپاره يې له طالبانو سره مذاکره وکړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch--nk.23n-6djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته