کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فیفا خپله انتخاباتي طرح د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وسپارله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 عقرب 1396 ساعت 13:53


د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا خپله انتخاباتي طرح د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وسپارله.

د دغې ادارې استازو تېره ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له چارواکو سره د غونډې پر مهال خپله دغه طرح چې د راتلونکو انتخاباتو د لاښه ترسره کېدو او په‎دې بهیر کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره جوړه کړې وه، تسلیم کړه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د همغږۍ رامنځته کولو او د انتخاباتو په بهیر کې د ټولو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، قومي شوراګانو او نورو انتخاباتي شریکو لورو د ګډون په هدف ګڼي ملي غونډې ترسره کړي دي.


د مطلب کود: 152438

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152438/فیفا-خپله-انتخاباتي-طرح-د-انتخاباتو-خپلواک-کمېسیون-ته-وسپارله

آوا
  https://www.avapress.com