دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 152438
فیفا خپله انتخاباتي طرح د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وسپارله

د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا خپله انتخاباتي طرح د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وسپارله.

د دغې ادارې استازو تېره ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له چارواکو سره د غونډې پر مهال خپله دغه طرح چې د راتلونکو انتخاباتو د لاښه ترسره کېدو او په‎دې بهیر کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره جوړه کړې وه، تسلیم کړه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د همغږۍ رامنځته کولو او د انتخاباتو په بهیر کې د ټولو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، قومي شوراګانو او نورو انتخاباتي شریکو لورو د ګډون په هدف ګڼي ملي غونډې ترسره کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciprazvt1aw52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته