افغان غږ خبری آژانس - هرات: د بادغیس ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي وايي چې دې ریاست په تېر یوه کال کې ۸۷۶۵۳ کاغذي او الکترونیکي تذکرې وېشلي دي.
د چارواکو په وینا، په تېر یوه کال کې دې ادارې د پېژندپاڼو پر وېش سربېره ۴۶۳۶ د زېږېدنې کارتونه، ۶۱۷ د مړینې کالي او ۲۹۷ د ودونو ثبتونه هم وېشلي دي.
له بلې خوا د بغلان د پاسپورټ رييس مولوي عنايت الله فاروقي وايي، چې د تېر کال په اوږدو کې دې رياست ۲۱ زره پاسپورټونه پر غوښتونکو وېشلي او له دې وېش څخه يې ١٣٢ ميليونه افغانۍ راټولې کړې او د دولت خزانې ته يې سپارلې دي.