د بادغیس ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي وايي، تېر کال په دغه ولایت کې ۸۷۶۵۳ کاغذي او برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
په بادغیس ولایت کې تېر کال ۸۷ زره ۶۵۳ کاغذي او الکترونیکي تذکرې وېشل شوې
2 ثور 1403 ساعت 9:47
د بادغیس ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي وايي، تېر کال په دغه ولایت کې ۸۷۶۵۳ کاغذي او برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
آوا - هرات: د بادغیس ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي وايي چې دې ریاست په تېر یوه کال کې ۸۷۶۵۳ کاغذي او الکترونیکي تذکرې وېشلي دي.
د چارواکو په وینا، په تېر یوه کال کې دې ادارې د پېژندپاڼو پر وېش سربېره ۴۶۳۶ د زېږېدنې کارتونه، ۶۱۷ د مړینې کالي او ۲۹۷ د ودونو ثبتونه هم وېشلي دي.
له بلې خوا د بغلان د پاسپورټ رييس مولوي عنايت الله فاروقي وايي، چې د تېر کال په اوږدو کې دې رياست ۲۱ زره پاسپورټونه پر غوښتونکو وېشلي او له دې وېش څخه يې ١٣٢ ميليونه افغانۍ راټولې کړې او د دولت خزانې ته يې سپارلې دي.
د مطلب کود: 289095