کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیګار: د افغان ځواکونو لخوا پر خپلو ملګرو او امریکايي ځوکونو بریدونه زیات شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 عقرب 1396 ساعت 12:10


سیګار رپوټ وايي د افغانستان پوځیانو ته د امنیتي مسوولیتونو له سپارلو وروسته،د افغان ځواکونو لخوا پر خپلو ملګرو او امریکایي ځواکونو باندې کورني بریدونه په جدي ستونزې بدل شوي.

د افغانستان د بیارغاونې په چارو کې د امریکا ځانګړي څارونکي خپل نوي رپوټ کې ویلي چې یوازې د ۲۰۱۷ جنورۍ له پیله د اګست تر ۱۵ پورې کابو ۵۴ خودي بریدونه ثبت شوي، چې له دې څخه اته څلویښت بریدونه د افغانستان په پوځیانو او شپږ نور یې امریکایي ځواکونو باندې ترسره شوي.

له دې وړاندې دا ډول بریدونه ددې سبب شول چې د یوې لنډې مودې لپاره ناټو د افغان امنیتي ځواکونو سره مشترک فعالیتونه بند کړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د ګڼو سیمو امنیتي مسولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی، په هیواد کې په وروستیو څو میاشتو کې ناکرارۍ زیاتې شوې دي. اخوا بیا د بشري حقونو د څار ډلې په دې ناکراریو کې د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې زیاتیدو اندېښمنې کړې او بیا بیا یې په جګړه کې له ښکیلو خواوو غوښتي دي چې د ولسي خلکو د مرګ ژوبله مخه دې ونیسي.


د مطلب کود: 152619

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152619/سیګار-د-افغان-ځواکونو-لخوا-پر-خپلو-ملګرو-او-امریکايي-ځوکونو-بریدونه-زیات-شوي

آوا
  https://www.avapress.com