کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو انتحاری برید د میدان وردک پولیسو تعلیمی مرکز باندی/ ۱۵ تنه طالبان د دری تنه انتحاری کوونکو په ګډون وژل سوی دی

17 عقرب 1396 ساعت 7:38


نقیب امینی، د میدان وردک ولایت پولیسو ویاند د آوا خبرګزاری سره په تلیفونی اړیکه کی وویل: تیره شپه یو ۱۵ کسیزه مسلح طالبانو ډله ددی ولایت پولیسو تعلیماتو مرکز باندی برید وکړ چی د یو ساعت نښتې وروسته طالبان ماته خوړلې او برید یی شنډ کړل سو.

 

امنیتی زیاته کړه، طالبان په لمړیو کی د یو موټر چی د چاودیدونکو توکو څخه ډک وو، ددی تعلیماتی مرکز دروازی مخته چاودیدو سره غوښته چی ددی تعلیماتی مرکز ساختمان ته دننه سی خو د امنیتی ځواکونو مقاومت سره مخ سو.

هغه وویل: په دی نښته کی د دری انتحاری کوونکی په ګډون، ټوله ۱۵ تنه طالبان وژل سوی او امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتې.


د مطلب کود: 152724

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152724/د-طالبانو-انتحاری-برید-میدان-وردک-پولیسو-تعلیمی-مرکز-باندی-۱۵-تنه-طالبان-دری-کوونکو-په-ګډون-وژل-سوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com