کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات ولایتی شورا غړۍ ترور قضیه څیړلو لپاره د اجرایی رئیس امر صادریدل

17 عقرب 1396 ساعت 7:39

عبدالله عبدالله، د هیواد اجرایی رئیس امنیتی ارګانونو ته امر کړی دی ترڅو د هرات ولایتی شورا غړۍ ترور قضیه په جدی توګه وڅیړې او ددی جنایت عاملین قانون و پنجه ته وسپاری.


د آوا په ګزارش سره، اجرایی رئیس په یو بیانیه کی ویلی دی چی هغه د ښاغلې عفیف جمشیدی سره د کلونو راهیسی په اړیکه او نږدی همکاری کی وو او ښاغلې جمشیدی یو وطن دوست او خلګو غمخواره شخصیت وو او نه شتون یی یو لوی ضایعه بلل کیږی.

سیمه ایز او امنیتی چارواکی په هرات ولایت کی وایی چی تیره ورځ د ماسپښین ۲ بجو په شاوخوا، محمد فاضل عفیف جمشیدی، ددی ولایت ولایتی شورا یو غړۍ د مسلح ناپیژانده کسانو له لوری ترور سو.

تر اوسه کو کس یا کوم ډله ددی ترور مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

محمد فاضل عفیف جمشیدی د محمد قربان زوی او په ۱۳۴۰ کال کی د هرات کشک رباط سنګی ولسوالی یکه درخت کلې کی زیږیدلی دی. جمشیدی د پیلوتی رشته څخه د هوایی پوهنتون ۱۴ صنف څخه فارغ سوی دی.


د مطلب کود: 152725

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152725/د-هرات-ولایتی-شورا-غړۍ-ترور-قضیه-څیړلو-لپاره-اجرایی-رئیس-امر-صادریدل

آوا
  https://www.avapress.com