کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرملین: پوتین او ترامپ د سوریه لپاره پر یو مشترک بیانیه باندی توافق کړی دی

20 عقرب 1396 ساعت 17:29

د کرملین ویاند اعلان کړ چی د آمریکا او روسیه ولسمشران خپل ناسته کی چی په ویتنام کی رامنځته سوی وو، د سوریه ارضی تمامیت او حاکمیت خپل تعهد باندی ټینګار کړی او په سوریه کی نغښتۍ لوریو څخه وغوښتل چی د ژنو سیاسی فرایندو کی ګډون وکړی.


د آوا په ګزارش سره، دیمیتری پسکوف، د کرملین ویاند د ولادیمیر پوتین او ترامپ د توافق څخه د سوریه پر موضوع باندی یو مشترک بیانیی پرسر خبر ورکړی دی. پوتین او ترامپ د اپک ناستی په څنګ کی، یو بیانیه د سوریه په اړه تایید کړی دی. دا سند د آمریکا او روسیه د کارپوهانو په واسطه جوړ سوی دی او ددواړو هیوادونو خارجه وزیرانو موافقت لاندی قرار نیولی دی. ددی مشترک بیانیه په اساس د سوریه په اړه، ددواړو هیوادونو ولسمشران توافق کړی ترڅو اوسنۍ نظامی اړیکیز کانالونه د آمریکا او روسیه مسلح ځواکونو امنیت ساتلو او همدارنګه د خطرناکو پیښو د مخنیوی لپاره وساتی چی ددواړو هیوادونو همپیمانه ځواکونه د داعش تروریستی ډلی په وړاندی مبارزه وکړی. ددی ګزارش په اساس، پوتین او ترامپ د داعش ماتی باندی هم ټینګار کړی دی.


د مطلب کود: 152875

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152875/کرملین-پوتین-او-ترامپ-د-سوریه-لپاره-پر-یو-مشترک-بیانیه-باندی-توافق-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com