کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حقوقپوهانو ټولنه: ولسمشر د قانون خلاف فرمانونه ورکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 عقرب 1396 ساعت 17:38


د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنه وایي ولسمشر غني د ملي شورا د کاري دورې له پيل وړاندې ۱۴ تقنیني فرمانونه په ناقانونه توګه صادر کړي دي.

دغه ټولنه وایي د افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د چارو په اړه د ولسمشر فرمان ناقانونه دی او که چیرې خپل فرمان بیرته وانخلي، نو په عدلي او قضایي ارګانونو کې به دعوه پرې وکړي.

دوی دا فرمان د اساسي قانون د ۲۲تمې مادې خلاف بولي.

قانونپوهان وایي ولسمشر غنی په ډيرو مواردو کې د هیواد د اساسي قانون خلاف فرمانونه ورکړي او د پارلمان پر ځاییې د قانون جوړونې دنده ترسره کړې.

همداشان د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ هم ویلي چې ولسمشر غني فرمانونه فساد سره د مبارزې بنسټونو رول تت کړی دی.

ولسمشر ماڼۍ ونه غوښت چې په دې تړاو زموږ خبریال ته توضیحات ورکړي.


د مطلب کود: 153055

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153055/د-حقوقپوهانو-ټولنه-ولسمشر-قانون-خلاف-فرمانونه-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com