کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنټاګان د افغان پوځ لپاره د ۱۲،۵ میلیون ډالرو په ارزښت نوې قرارداد منظور کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 عقرب 1396 ساعت 11:46


د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د ۱۲،۵ میلیون ډالرو په ارزښت یوه نوې قرارداد منظور کړی دی.

د پنټاګان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په نیو جرسي ایالت کې میشت انټګریټید مایکروویف ټکنالوژي کمپني ته د ۱۲،۵۸۳،۰۳۵ ډالرو په ارزښت یوه نوې قرارداد ورکړل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د قرارداد پر اساس یاد شرکت به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د استخباراتي وړتیاو د لوړولو په خاطر د اړتیاوړ تجهیزات برابره کړي.

ټاکل شوې چې افغان پوځ د ۲۰۲۰ میلادي کال تر ۲۴ سپټمبر پورې د استخباراتي او کشفي معلوماتو ترلاسه کوونکي تجهیزات له یاد شرکت څخه ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز په اړه خپلې هڅې او فعالیتونه ګړندي ګړي دي.

افغان هوایي ځواکونه کابو دوه میاشتې مخکې له ناټو ځواکونو څخه د UH-۶۰ یا بلک هاک هلیکوپټرو لومړی جوپه هم ترلاسه کړل.

سرچینه: خامه پرس


د مطلب کود: 153228

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153228/پنټاګان-د-افغان-پوځ-لپاره-۱۲-۵-میلیون-ډالرو-په-ارزښت-نوې-قرارداد-منظور-کړی

آوا
  https://www.avapress.com