د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د ۱۲،۵ میلیون ډالرو په ارزښت یوه نوې قرارداد منظور کړی دی.
د پنټاګان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په نیو جرسي ایالت کې میشت انټګریټید مایکروویف ټکنالوژي کمپني ته د ۱۲،۵۸۳،۰۳۵ ډالرو په ارزښت یوه نوې قرارداد ورکړل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د قرارداد پر اساس یاد شرکت به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د استخباراتي وړتیاو د لوړولو په خاطر د اړتیاوړ تجهیزات برابره کړي.
ټاکل شوې چې افغان پوځ د ۲۰۲۰ میلادي کال تر ۲۴ سپټمبر پورې د استخباراتي او کشفي معلوماتو ترلاسه کوونکي تجهیزات له یاد شرکت څخه ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز په اړه خپلې هڅې او فعالیتونه ګړندي ګړي دي.
افغان هوایي ځواکونه کابو دوه میاشتې مخکې له ناټو ځواکونو څخه د UH-۶۰ یا بلک هاک هلیکوپټرو لومړی جوپه هم ترلاسه کړل.
سرچینه: خامه پرس