کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد فوټبال فډراسیون د اسیا د غوره فډراسیون لپاره نوماند شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 عقرب 1396 ساعت 20:40

ټاکل شوې ده چې د اسیا د تر ټولو غوره جایزې وېش مراسم د ورانې زیږدیزې میاشت په ۲۹ په ټایلنډ کې ترسره شي.


د افغانستان د فوټبال فډراسیون د اسیا کنفډراسیون له خوا په اسیا کې د کال د غوره فډراسیون جایزې ته نوماند شو.

دغه جایزه هر کال د اسیا کنفډراسیو له خوا د اسیايي هېوادونو د فوټبال فډراسیونونو ته ورکول کېږي.

ټاکل شوې ده چې د اسیا د تر ټولو غوره جایزې وېش مراسم د ورانې زیږدیزې میاشت په ۲۹ په ټایلنډ کې ترسره شي.

دغه مراسم هر کال د ۴۷ اسیايي هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.

   دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د اسیا کنفدارسیون له بنسټ اېښودوونکو بلل کېږي او په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د ۲۱۱ هېوادونو له ډلې د فیفا د غوره لوبو جایزه هم ګټې وه.


د مطلب کود: 153301

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153301/د-هېواد-فوټبال-فډراسیون-اسیا-غوره-لپاره-نوماند-شو

آوا
  https://www.avapress.com