ټاکل شوې ده چې د اسیا د تر ټولو غوره جایزې وېش مراسم د ورانې زیږدیزې میاشت په ۲۹ په ټایلنډ کې ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال فډراسیون د اسیا کنفډراسیون له خوا په اسیا کې د کال د غوره فډراسیون جایزې ته نوماند شو.
دغه جایزه هر کال د اسیا کنفډراسیو له خوا د اسیايي هېوادونو د فوټبال فډراسیونونو ته ورکول کېږي.
ټاکل شوې ده چې د اسیا د تر ټولو غوره جایزې وېش مراسم د ورانې زیږدیزې میاشت په ۲۹ په ټایلنډ کې ترسره شي.
دغه مراسم هر کال د ۴۷ اسیايي هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د اسیا کنفدارسیون له بنسټ اېښودوونکو بلل کېږي او په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د ۲۱۱ هېوادونو له ډلې د فیفا د غوره لوبو جایزه هم ګټې وه.