کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نظم عامې پولیس د جنجالي مکتوب په اړه د کورنیو چارو وزارت توضحیات

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 عقرب 1396 ساعت 12:16

ه داسې حال کې چې د عامې نظم پولیس له خوا د نورو منسوبینو د جذبولو په هکله یوه خپره شوې مکتوب په رسنیو کې غوغا راپارولې ده، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي هغه ادعاوې بې بنسټې دي چې ګواکې له یوې مشخصې ملیت یا قوم سره تبعیض شوی دی.

د نظم عامې پولیس دغه مکتوب چې له تیرې ورځې راهیسې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي، په کې راغلي دي چې د نظم عامې په نوې تشکیلاتو کې دې د تاجک قوم د وګړو پرته د هېواد نورې وګړي د هزاره، پښتون، او ازبک په ګډون جذبې شي.

د کورنیو چارو وزارت د دغه مکتوب په لیکلو کې د ادارې کارکوونکو تېروتنې مني خو یاد وزارت وایي چې د دغه مکتوب اصلي هدف دا و چې د نظم عامې پولیس په نوې تشکیلاتو کې له تاجک قوم څخه د نورو منسوبینو د جذبولو لپاره اړتیا نه لیدل کیږي ځکه له یاد قوم څخه په کافي اندازه د نظم عامې پولیسو په لیکو کې کار کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د حکومت په ادارو کې د احتمالي تبعیض په اړه راپورونه او اسنادونه د رسنیو له لارې خپاره کیږي.

له دې واندې هم دارګ ارګ ماڼی د چارو ادارې له دفتر څخه هم داسې اسنادونه خپره شوې ده.

ولسمشر غني د دغو اسنادو د خپرولو په غبرګون کې د هېواد لویې څارنوالۍ ته لارښوونه کړې و، چې په دې اړه هر اړخېزې څېړنې وکړي او د دې زشت کار د عامل یا عاملینو د تشخیص اقدام وکړي او د هېواد د اساسي قانون او ټولو نافذه قوانینو د حکمونو په رڼا کې له هغوی سره چلند وکړي.


په داسې حال کې چې د عامې نظم پولیس له خوا د نورو منسوبینو د جذبولو په هکله یوه خپره شوې مکتوب په رسنیو کې غوغا راپارولې ده، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي هغه ادعاوې بې بنسټې دي چې ګواکې له یوې مشخصې ملیت یا قوم سره تبعیض شوی دی.
 
د نظم عامې پولیس دغه مکتوب چې له تیرې ورځې راهیسې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي، په کې راغلي دي چې د نظم عامې په نوې تشکیلاتو کې دې د تاجک قوم د وګړو پرته د هېواد نورې وګړي د هزاره، پښتون، او ازبک په ګډون جذبې شي.
 
د کورنیو چارو وزارت د دغه مکتوب په لیکلو کې د ادارې کارکوونکو تېروتنې مني خو یاد وزارت وایي چې د دغه مکتوب اصلي هدف دا و چې د نظم عامې پولیس په نوې تشکیلاتو کې له تاجک قوم څخه د نورو منسوبینو د جذبولو لپاره اړتیا نه لیدل کیږي ځکه له یاد قوم څخه په کافي اندازه د نظم عامې پولیسو په لیکو کې کار کوي.
 
دا لومړی ځل نه دی چې د حکومت په ادارو کې د احتمالي تبعیض په اړه راپورونه او اسنادونه د رسنیو له لارې خپاره کیږي.
 
له دې واندې هم دارګ ارګ ماڼی د چارو ادارې له دفتر څخه هم داسې اسنادونه خپره شوې ده.
 
ولسمشر غني د دغو اسنادو د خپرولو په غبرګون کې د هېواد لویې څارنوالۍ ته لارښوونه کړې و، چې په دې اړه هر اړخېزې څېړنې وکړي او د دې زشت کار د عامل یا عاملینو د تشخیص اقدام وکړي او د هېواد د اساسي قانون او ټولو نافذه قوانینو د حکمونو په رڼا  کې له هغوی سره چلند وکړي.


د مطلب کود: 153377

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153377/د-نظم-عامې-پولیس-جنجالي-مکتوب-په-اړه-کورنیو-چارو-وزارت-توضحیات

آوا
  https://www.avapress.com