کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۴۰ تنه طالبان په هرات کی وژل سوی دی

4 قوس 1396 ساعت 19:21

سیمه ایز چارواکی وایی چی په تیر میاشت کی، ۱۴۰ تنه طالبان د امنیتی ځواکونو عملیاتونو کی وژل سوی او ټپیان سوی دی.


د آوا په ګزارش سره، جیلانی فرهاد، د هرات والی ویاند امنیتی ځواکونو ته د عقرب میاشتی پردرآمده بللو سره، آوا ته وویل چی ددی میاشتی په جریان کی، نږدی ۱۰۰ تنه طالبان وژل سوی او د ۴۰ څخه ډیر ټپیان سوی دی. هغه وویل چی د عقرب میاشتی بریالیتوبونو څخه د طالبانو تصمیم نیونی مراکزو باندی سخت بریدونه وه او هغه ولسوالیو کی چی سخت ګواښ سره مخ وو هم عملیاتونه ترسره سوی دی. هغه ددی خبری په اعلان سره ټینګار وکړ چی د طالبانو تصمیم نیونی مراکزو تر هدف لاندی نیولو پروسه به همداسی په جدیت سره ادامه ولری. هرات والی ویاند ویلی دی چی په دی وخت کی ځینی اسلحی او جنګی تجهیزات هم امنیتی ځواکونو لاسته ورغلی دی. په دی حال کی ځینی ګزارشونه سته چی په دی میاشت کی، لږ ترلږه ۱۱ تنه غیری نظامی کسان او امنیتی ځواکونو منسوبین په بیلابیلو نښتو کی د شهادت جام ترلاسه کړی او ۱۴ تنه نور ټپیان سوی دی.


د مطلب کود: 153750

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153750/۱۴۰-تنه-طالبان-په-هرات-کی-وژل-سوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com