دخپریدو نیټه :شنبه ۴ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۲۱
د مطلب کود : 153750
۱۴۰ تنه طالبان په هرات کی وژل سوی دی
سیمه ایز چارواکی وایی چی په تیر میاشت کی، ۱۴۰ تنه طالبان د امنیتی ځواکونو عملیاتونو کی وژل سوی او ټپیان سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جیلانی فرهاد، د هرات والی ویاند امنیتی ځواکونو ته د عقرب میاشتی پردرآمده بللو سره، افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی ددی میاشتی په جریان کی، نږدی ۱۰۰ تنه طالبان وژل سوی او د ۴۰ څخه ډیر ټپیان سوی دی. هغه وویل چی د عقرب میاشتی بریالیتوبونو څخه د طالبانو تصمیم نیونی مراکزو باندی سخت بریدونه وه او هغه ولسوالیو کی چی سخت ګواښ سره مخ وو هم عملیاتونه ترسره سوی دی. هغه ددی خبری په اعلان سره ټینګار وکړ چی د طالبانو تصمیم نیونی مراکزو تر هدف لاندی نیولو پروسه به همداسی په جدیت سره ادامه ولری. هرات والی ویاند ویلی دی چی په دی وخت کی ځینی اسلحی او جنګی تجهیزات هم امنیتی ځواکونو لاسته ورغلی دی. په دی حال کی ځینی ګزارشونه سته چی په دی میاشت کی، لږ ترلږه ۱۱ تنه غیری نظامی کسان او امنیتی ځواکونو منسوبین په بیلابیلو نښتو کی د شهادت جام ترلاسه کړی او ۱۴ تنه نور ټپیان سوی دی.
https://avapress.com/vdcgnw9qzak9nu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته