کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرور دانش د رايی ترلاس کولو لپآره ۱۲ نوماند وزیران ولسي جرګې ټه معرفي کړی دی

5 قوس 1396 ساعت 15:01

د محمد اشرف غنی ولسمشر دویم مرستیال ښاغلی دانش، ۱۲ نوماند وزیران د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړی دی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، ملي یووالي حکومت د شنبې په ورځ ۱۲ نوماند وزیران د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شوی دی . راپورانه وایی، د ملي دفاع وزارت د څوکۍ لپاره، طارق شاه بهرامي د کورنیو چارو وزارت لپاره، ویس احمد برمک، د سرحداتو او قومونو او قبیلو وزارت لپاره، محمد شیفق ګل اغا شیرزی، د ټولګټو وزارت د څوکۍ لپاره، یما یاري، د اقتصاد وزارت لپاره، مصطفي مستور، د لوړو زده‎کړو وزارت لپاره، نجیب الله خواجه‎عمري د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره، نرګس نهان د کار، ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو وزارت لپاره، فیض الله ذکي د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ لپاره، شهزادګل اریوبي د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لپاره، محمد حمید طهماسي د کرنې او اوبو لګولو وزارت لپاره نصیر احمد درانی او مجیب رحمان کريمي د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت د نوماند وزیرانو په توګه ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د ترلاس کولو لپاره معرفي شوي دي. سرور دانش د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته د کاندید وزیرانو د معرفۍ پر مهال ویلي، د روان ‎کال د هېواد اقتصاد نسبي پرمختګ درلود او دا مسئله د نړیوالو بنسټونو له خوا هم تائید شوې ده. د افغان محمد اشرف غنی ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش سرګندوی، په راروان مالي کال کې به د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شي. دا په داسې حال کې ده چې کابو نیمه کابینه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې استازي ژمنیو رخصتیو ته له تلو وړاندې، په دې اړه پرېکړه وکړي.


د مطلب کود: 153823

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153823/سرور-دانش-د-رايی-ترلاس-کولو-لپآره-۱۲-نوماند-وزیران-ولسي-جرګې-ټه-معرفي-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com