کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړیوال بانک د مالیې وزارت ته ۴۶ میلیون ډالره تشویقي مرسته ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 قوس 1396 ساعت 20:19


 

نړیوال بانک د افغانستان د مالیې وزارت ته ۴۶ میلیون ډالره تشویقي مرسته ورکړه.

د مالي وزارت نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نړیوال بانک دا مرسته د دې لپاره کړې چې دا وزارت د اصلاحاتو په راوستلو او د خپلو ژمنو په پوره کولو کې بریالی شوی دی.

نړیوال بانک یو له هغو مهمو نړیوالو ادارو څخه دی چې له افغانستان سره‌یې په تېرو ۱۶ کلونو کې د بیارغونې او اقتصادي ودې په برخو کې ډېره مرسته کړې ده.


د مطلب کود: 155127

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155127/نړیوال-بانک-د-مالیې-وزارت-ته-۴۶-میلیون-ډالره-تشویقي-مرسته-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com