نړیوال بانک د افغانستان د مالیې وزارت ته ۴۶ میلیون ډالره تشویقي مرسته ورکړه.
د مالي وزارت نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نړیوال بانک دا مرسته د دې لپاره کړې چې دا وزارت د اصلاحاتو په راوستلو او د خپلو ژمنو په پوره کولو کې بریالی شوی دی.
نړیوال بانک یو له هغو مهمو نړیوالو ادارو څخه دی چې له افغانستان سرهیې په تېرو ۱۶ کلونو کې د بیارغونې او اقتصادي ودې په برخو کې ډېره مرسته کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)