کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسي جرګې د بندیانو د شکنجې په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 جدی 1396 ساعت 20:05


د افغانستان ولسي جرګې په محابسو او توقیف ځایونو کې د شکنجې د مخنیوي د قانون په برخه کې د ولسمشر تقنیني فرمان د رأیو په اکثریت تصویب کړ.

دغه فرمان ته د ولسي جرګې دعدلي او قضایې کمېسیون له خوا په یو شمېر مادو کې د تعدیلاتو د راوستو وروسته نن شنبه په عمومي غونډه کې رأیې ورکړل شوې.

د دغه کمېسیون مشر سید محمد حسن شریفي بلخابي وایي، د دې قانون تطبیق به د عدالت د ټینګښت او په محابسو او توقیف ځایونو کې د ځورونې او شکنجې په مخنیوي کې اغېزمن تمام شي.

ولسي جرګې دغه راز د محابسو او توقیف ځایونو د قانون په شپږمه او۱۳مه ماده کې تعدیلات راوستي دي.

دغه مواد له وړاندې د حکومت له لورې د بحث لپاره ولسي جرګې ته استول شوي وو.

ولسي جرګې همداراز د شنبې د ورځي په عمومي غونډه کې یوځل بیا پر حکومت غږ وکړ چې په حکومتي ادارو کې د سرپرستۍ بهیر پای ته ورسوي او د پاتې څلورو وزارتونو او د سترې محکمې د عالي شورا د غړو لپاره کاندیدان ژر تر ژره ولسي جرګې ته د باور رأیې اخيستلو لپاره معرفي کړي.


د مطلب کود: 155234

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155234/ولسي-جرګې-د-بندیانو-شکنجې-په-اړه-ولسمشر-تقنیني-فرمان-تصویب-کړ

آوا
  https://www.avapress.com