دخپریدو نیټه :شنبه ۲ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۰۵
د مطلب کود : 155234
ولسي جرګې د بندیانو د شکنجې په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب کړ

د افغانستان ولسي جرګې په محابسو او توقیف ځایونو کې د شکنجې د مخنیوي د قانون په برخه کې د ولسمشر تقنیني فرمان د رأیو په اکثریت تصویب کړ.

دغه فرمان ته د ولسي جرګې دعدلي او قضایې کمېسیون له خوا په یو شمېر مادو کې د تعدیلاتو د راوستو وروسته نن شنبه په عمومي غونډه کې رأیې ورکړل شوې.

د دغه کمېسیون مشر سید محمد حسن شریفي بلخابي وایي، د دې قانون تطبیق به د عدالت د ټینګښت او په محابسو او توقیف ځایونو کې د ځورونې او شکنجې په مخنیوي کې اغېزمن تمام شي.

ولسي جرګې دغه راز د محابسو او توقیف ځایونو د قانون په شپږمه او۱۳مه ماده کې تعدیلات راوستي دي.

دغه مواد له وړاندې د حکومت له لورې د بحث لپاره ولسي جرګې ته استول شوي وو.

ولسي جرګې همداراز د شنبې د ورځي په عمومي غونډه کې یوځل بیا پر حکومت غږ وکړ چې په حکومتي ادارو کې د سرپرستۍ بهیر پای ته ورسوي او د پاتې څلورو وزارتونو او د سترې محکمې د عالي شورا د غړو لپاره کاندیدان ژر تر ژره ولسي جرګې ته د باور رأیې اخيستلو لپاره معرفي کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmtdyjw6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته