کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار د داعش پر وسله والو د امریکا پوځ مرګوني هوایي برید

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 جدی 1396 ساعت 15:52


په ختیځ ننګرهار ولایت کې د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي.

د ننګرها رولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په باندر درې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې ۱۵ داعش وسله وال ووژل شول او د دوی وسلې او مهمات هم تخریب شول .

خبرپاڼه زیاتوي، چې همدا راز د هسکې مینې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې هم د داعش ډلې دوه غړي،چې د اورکزۍ ایجنسۍ اوسیدونکي وو، وژل شوي دي .

د ولایت مقام په وینا، په دې پېښو کې چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې رامنځته شوي، بل چاته کوم زیان ندی اوښتی .

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

د ننګرهار ولایت مقام له دې وړاندې ویلي وو، چې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاک سیمه کې د داعش وسله والو له لورې د وسله والو طالبانو یو قوماندان کاتب،چې مشهور په غورځنګ میداني دی، د دوو نورو ملګرو سره یو ځای تېره شپه وژل شوی.


د مطلب کود: 155378

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155378/ننګرهار-د-داعش-پر-وسله-والو-امریکا-پوځ-مرګوني-هوایي-برید

آوا
  https://www.avapress.com