کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند ولایت کی ۷ تنه وسله والو وژل شوی دی

12 جدی 1396 ساعت 0:23

د هلمند ولایت چارواکی وایی، تېره شپه د اوم کنډک کمانډو ځواکونو په نهرسراج ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په همکارۍ د وسله والو مخالفينو پر يوه مرکز چاپه وهلې ده، چې په ترڅ کې يې ۷ طالب جنګيالي وژل شوي، ۵ تنه زندانيان آزاد شوي او ۴ مشکوک کسان نيول شوي دي.



دافغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی دی، دغه راز ۴۰ کيلو نشه يي توکي، ۳ عرادې کرولا موټرونه، ۴ عرادې موټرسايکلونه، ۳ فيره د راکټ مرمۍ، ۲ پايې آیکم مخابرې، ۴ فېره د هاوان مرمۍ، ۱ قاب د کلاشينکوف دوربين او يو شمېر نورو مهماتو سره يو ځای له منځه وړل شوي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 155741

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155741/هلمند-ولایت-کی-۷-تنه-وسله-والو-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com