کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جوزجان ولایت کی ۲۶ تنه داعشیانو وژل شوی دی

14 جدی 1396 ساعت 5:58

د جوزجان ولایت چارواکي وایي، د یاد ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي عملیاتو کې څه باندې ۵۰ تنه داعشیانو ټه مرګ ژوبله اوښتې ده.



د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبر له مخی، د جوزجان ولایت ځايي چارواکی سرګندوی، چې په یاد ولایت کې د افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو د ګډو هوايي بریدونو په پایله کې ۲۶ داعشیان وژل شوي دي.
د جوزجان امنیه قومندان فقیرمحمد جوزجاني په دې اړه ویلی دی، یو هوايي برید ترسره شو او داعش یوه ستره جرګه لرله او عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول او ۲۶ داعش جنګیالي د هغوی د مشهورو قومندانانو په ګډون وژل شوي دي.
سرچنیو زیاتیوی، چې د یاد هوايي بریدونه د دوشنبې پر ماښام د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې هغه مهال ترسره شول چې داعش جنګیالي د علي خاني په کلي کې سره راغونډ شوي وو.
تر اوسه په دغو عملیاتو کې د ملکې تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
خو تر اوسه داعش دلي په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 155853

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155853/جوزجان-ولایت-کی-۲۶-تنه-داعشیانو-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com