کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزنی کې سرتاسری نظامی عملیات شروع کیدنه

14 جدی 1396 ساعت 18:45

غزنی امنیتی چارواکې د طالبانو په وړاندی د طوفان صحرا په نامه نن پنجشنبه د لویو نظامی عملیات شروع کیدو څخه خبر ورکوی.



د افغان غږ(آوا) خبرګزاری سره جنرال شعور ګل؛ د تندر قول اردو قومانده په جنوب شرق زون کې وویل: یو لوی عملیات د غزنې په مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو د پایګاوو له منځه وړلو لپاره شروع سو.
شعور ګل زیاته کړه: په عملیات کی هوایی ځواکونه او ځمکنۍ ځواکونه حضور لری.
په همدی حال کې د غزنی ډیر اوسیدونکې او وکیلان دا عملیاتونه یو مضحک نمایش بولی.
غلام حسین چنګیز د غزنی ولایتی شورا یو غړۍ په دی اړه د آوا سره اړیکه کی وویل: څو ځلې داسی نمایشات د نظامی عملیاتونو تر نامه لاندی د غزنی په مرکز او ولسوالیو کی رامنځته سوی دی چی هیڅ مثبت نتیجه یی نه دی درلودلی او غزنی ولسوالیو او مرکز کې په امنیت کی هیڅ بدلون نه دی راغلی.
چنګیز وویل: که امنیتی چارواکی د طالبانو د ټکولو ادعا لری دا څنګه ټکونه ده چی غزنی ښار حتی د طالبانو په کنترول کې دی او طالبان د غزنی اوسیدونکو څخه عشر او مالیه راټولوی.


د مطلب کود: 155890

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155890/په-غزنی-کې-سرتاسری-نظامی-عملیات-شروع-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com