کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې خبرو د پیل په هکله د طالبانو مشر ملا هبت الله پرېکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 جدی 1396 ساعت 11:22


د راپورونو له مخې، د افغان وسله وال طالبانو مشر ملا هبت الله اخندازه د سولې د خبرو د پیل په هکله د مذاکراتو په خاطر د طالبانو یو پلاوی اسلام اباد ته استولی دی.

د طالبانو په لیکو باوري سرچینې رویټیرز خبرې اژانس ته ویلي، چې د سولې خبرو د پیل په هکله د خبرو په موخه د طالبانو پلاوی د روان اوونی په پیل کې اسلام اباد ته سفر کړی خو د پرمختګونو په اړه معلومات په لاس کې نشته.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په هکله د افغان چارواکو او طالبانو استازو ترمنځ یوه غیر رسیمې ناسته په ترکیه کې جوړه شوی وه.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاد له دې وړاندې ویلي وو چې «په ترکیه د اسلامي امارت د استازو لخوا په اصطلاح د مذاکراتو په ناسته کې د ګډون راپورونه حقیقت نه لري. موږ نه هلته کوم استازی استولی او نه هم هلته ګډونوال د اسلامي امارت استازیتوب کولای شي.»

د ارګ ماڼي ویاند شاه حسین مرتضاوي هم د ترکیې ناستې په هکله ویلي وو، چې هغه کسان چې په ترکیه کې د طالبانو له غړیو سره کتلي دي، د افغانستان له حکومت څخه نمایندګي نه کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا په استازیتوب همایون جریر ویلي وو چې په ترکیه کې له طالبانو سره غونډه غیر رسمي وه خو دغه غونډه د رسمي مذاکراتو د پیل لپاره زمینه برابره کړې ده.


د مطلب کود: 156568

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156568/د-سولې-خبرو-پیل-په-هکله-طالبانو-مشر-ملا-هبت-الله-پرېکړه

آوا
  https://www.avapress.com