کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: د هرات په ګلران کې د ماين چاودنې ٨ ملکيان وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 دلو 1396 ساعت 17:59


د هرات ولايت چارواکي وايي، په ګلران ولسوالۍ کې نن د ماين په چاودنه کې ٨ ملکيان وژل شوي او يو تن ټپي دى.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده ته وويل، دغه کسان په يوه سراچه ډول موټر کې له ګلران ولسوالۍ څخه د هرات پر لوري روان وو چې موټر يې پر ماين وربرابر شو.

دی وايي:

"له بده مرغه د دغه ماين په چاودنه کې زموږ ٨ هېوادوال وژل شوي، يو تن سخت ټپي شوى دى. وژل شوي او ټپي کس ملکيان دي."

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، دغه ماين د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.

چا د دې حملې مسؤليت نه دى منلى.


د مطلب کود: 156773

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156773/چارواکي-د-هرات-په-ګلران-کې-ماين-چاودنې-٨-ملکيان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com