کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې نشه یي توکي او ۲ قاچاق کوونکي یې نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 دلو 1396 ساعت 13:10


په بغلان کې چارواکي وايي، یوه اندازه نشه يي مواد یې کشف کړې او دوه تنه یې د دې موادو د قاچاق په تور نیولي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع  ته وویل، د پنجشنبې په ورځ یې دوه کسان د شااوخوا ۴۰ کیلو ګرامه چرسو سره نیولي دي.

نوموړي ویلي، دا چرس په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او قاچاق چیانو هڅه کوله چې له ده صلاح ولسوالۍ څخه یې کابل ته انتقال کړي.


د مطلب کود: 157129

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157129/په-بغلان-کې-نشه-یي-توکي-او-۲-قاچاق-کوونکي-یې-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com