کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هيواد کی ۱۰۰ تنه وسله والو وژل شوی

15 دلو 1396 ساعت 22:16

افغانستان د ملي دفاع وزارت سرګندوی، چې تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د افغان امنیتی ځواکونو په بریدیونو کې کابو ۱۰۰ تنه د دولت مخالفینو وژل شوي دي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملی دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري نن ورځ په دی اړه رسنیو ټه وویل، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې افغان امنیتی ځواکونو ۱۰۰ تنه وسله والو وژلی دی. هغوی وایی، چې دغوعملیاتو د هېواد په ۷ ولایتونو کې ترسره شوي. ښاغلی وزيري زیاتیوی، دغو ولایتونه کندهار، فاریاب، غزني، ننګرهار، هلمند او میدان وردګ یادوي او سرګندوی، چې عملیات په تېرو ۲۴ساعتونو کې ترسره شوي دي. سرچنیو وایی، چې په یاد بریدیونو کې د افغان امنیتی ځواکونو لاسته یو شمېر وسلې او مهمات هم ورغلي. خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.


د مطلب کود: 157628

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157628/د-هيواد-کی-۱۰۰-تنه-وسله-والو-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com