کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ارزګان ولایت مقام: وسله‌والو طالبانو ۳۰ تنه د ارزګان-کندهار پر لویه لار تښتولي

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 9 حوت 1396 ساعت 11:00

د ارزګان-کندهار پر لویه لار وسله‌والو طالبانو ۳۰ تنه مسافرین له موټرو ښکته کړي او له ځان سره‌یې وړي دي.


د ارزګان ولایتي چارواکي وايي، یاد کسان تېره ورځ ناوخته وسله‌والو طالبانو له ځان سره وړي دي.
د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو یاد مسافر د یادې لارې په «اردو بلاغ» نومې سیمه کې له موټرو ښکته کړي دي.
نایاب وايي، معلومه نه‌ده چې دا کسان څوک دي او د څه لپاره وسله‌والو له ځان سره وړي دي؟
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 159088

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159088/د-ارزګان-ولایت-مقام-وسله-والو-طالبانو-۳۰-تنه-کندهار-پر-لویه-لار-تښتولي

آوا
  https://www.avapress.com