کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوناما د افغان حکومت له لوري له شرط پرته خبرو اترو د بیا ځلې غږ کولو هرکلی کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 حوت 1396 ساعت 10:50

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) له طالبانو سره له شرط پرته خبرو اترو لپاره د بیاځلې غږ کولو او د سولې لپاره د یوه چوکاټ روښانه کولو، چې نن په افغان پلازمینه کې د کابل پروسې په
دوهم کنفرانس کې وړاندې شو، هرکلی کوي.


د کابل د سولې پروسې په دوهم کنفرانس کې چې پنځه ویشت هیوادونو او نړیوالو بنسټونو ګډون کړی وه؛ د ملګرو ملتونو ماموریت د افغانانو تر منځ د خبرو اترو له لارې په کلکه د سولې د لرلید ملاتړ کوي او له ټولو ښکیلو خواوو غواړي چې زر تر زره د سولې په پروسه کې ورښکیل شي.
یوناما د سولې د بهیر د یوې برخې په توګه د ټولو موضوعاتو د بحث لپاره د افغان چارواکو د اعلام شوو تابیاوو؛ چې کلیدي برخې لکه اساسي قانون، د اشخاصو او بنسټونو په وړاندې د بندیزونو لرې کیدل او همدارنګه د بندیانو خوشې کول په کې راځي، ستاینه کوي.
یوناما د سولې د هرې ملي پروسې د یوې مهمې برخې په توګه له کنفرانس څخه وړاندې د سولې په اړه د ملي اجماع د جوړیدو لپاره، د حکومت او سولې عالي شورا له لوري، د هر اړخیزو سلا مشورو تصدیق کوي. ملګري ملتونه د راتلوونکو خبرو اترو او ډیالوګ په برخه کې د افغان ښځو پراخ او ژور ګډون ته لیوالتیا لري.
دغه کنفرانس د افغانستان ګاونډي دولتونه، د ملګرو ملتونو د امنیت شوار پنځه دایمي غړي او نور ګوندونه سره راټول کړي، څو د سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو ترمنځ د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې لپاره لازمي اجماع جوړه کړي.

 


د مطلب کود: 159158

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159158/یوناما-د-افغان-حکومت-له-لوري-شرط-پرته-خبرو-اترو-بیا-ځلې-غږ-کولو-هرکلی-کوي

آوا
  https://www.avapress.com