په نورستان کې د قیمتي ډبرو په یو شمېر کانونو کې په غیر فني او غیر قانوني ډول کېندنې روانې دي چې د خلکو په وینا ډېره ګټهيې د دولت وسلهوالو مخالفینو ته ځي او هغوی د همدې پیسو په وسیله وسلې اخلي، وسلهوال پرې سمبالوي او بیا د حکومت خلاف جنګېږي.
په نورستان کې د یو شمېر کانونو غیر قانوني کېندنې او په اړهیې اندېښنې
28 حوت 1396 ساعت 11:53
په نورستان کې د قیمتي ډبرو په یو شمېر کانونو کې په غیر فني او غیر قانوني ډول کېندنې روانې دي چې د خلکو په وینا ډېره ګټهيې د دولت وسلهوالو مخالفینو ته ځي او هغوی د همدې پیسو په وسیله وسلې اخلي، وسلهوال پرې سمبالوي او بیا د حکومت خلاف جنګېږي.
د نورستان اوسېدونکي وايي، کلونه وشول چې د کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو په څېر په نورستان کې هم د قیمتي ډبرو په کانونو کې په غیر فني او غیر قانوني ډول کېندنې روانې دي او د دغو کېندنو په دوران کې داسې ډبرې هم کان کېندونکو ته په لاس ورغلي چې د یوه قیمتیې میلیونونه افغانۍ دی.
د لوېدیځ نورستان د نورګرام ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وایي چې حکومتي پوستو او ساحو سره نږدې معدنونو کې هم کار روان دی.
دی زیاتوي:
"دغه نږدې ساحه کې چې د «تیتین» په نوم یادېږي او د زمردو کانونه پهکې دي، کېندنې روانې دي، حکومت ترې هېڅ خبر نهدی چې هلته څوک څه کوي؟"
د نورستان د ولایتي شورا رئیس انجنیر سعدالله پایندهزوی وايي، د معدنونو زیاته ګټه د دولت وسلهوالو مخالفینو ته ځي او په همدې پیسو د دولت خلاف جنګ ته دوام ورکوي.
د مطلب کود: 160332