کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار د داعش درې ازبکستاني غړي په ډرون برید کې وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 حمل 1397 ساعت 9:22

په ختېځ ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو د هوایي برید په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو درې غړي وژل شوي.


د افغان پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومانداني وایي، په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو پرون د هسکې مینې ولسوالی په مربوطاتو کې هوایي بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې درې تنه وژل شوي او یو ټپي دی.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د  هسکې مېنې ولسوالۍ ګورګورۍ سیمه کې تېره ورځ بې پيلوټه الوتکې د داعش وسله والو پر پټنځايونو بريدو کړی، چې په ترڅ کې يې درې ازبکستاني داعش وسله وال وژل شوي او يو ټپي شوی دی.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ هم د ورته هوایي برید په ترڅ کې د داعش پنځه وسله وال د ننګرهار او کونړ ولایتونو په مربوطاتو کې ووژل شول.
د سیلاب قول اردو په وینا، امریکایي ځواکونو د داعشیانو پر مواضعو هوایي بریدونه د ننګرهار ده بالا او کونړ ولایت د چپه درې ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره کړل.
له دې وړاندې د هسکې مینې ولسوالی په مربوطاتو کې لږ تر لږه ۱۴ داعش وسله وال د بې پیلوټه الوتکو په هوایي برید کې وژل شوي وه.
 


د مطلب کود: 160815

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160815/ننګرهار-د-داعش-درې-ازبکستاني-غړي-په-ډرون-برید-کې-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com