کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جوزجان کې د افغان پوځ هوایي بریدونه داعشیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 حمل 1397 ساعت 11:31

د افغانستان په شمال جوزجان ولایت کې د افغان هوایي ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې د اسلام دولت نومې ډلې لس وسله وال وژل شوي.



په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د درزاب ولسوالی اړوند قزل قشلاق، دریا خانه او پسته بازار په سېمو د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه لس تنه داعش وسله وال وژل شوي.
سرچینه زیاته کړه، چې په دغو هوایي بریدونو کې د داعش پنځه غړي ټپیان هم شوي دي.
د شاهین قول اردو په وینا، د داعشیانو پر وړاندې تازه هوایي بریدونه د MD-530F ډوله الوتکو په وسېله ترسره شوې او د سیمې امنیت دا مهال د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان ولایت چارواکو پرون وویل، چې د اسلامي دولت نومې ډلې وسله والو د دوشنبې په شپه ناوخته د درزاب ولسوالی په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلییز بریدونه پیل کړل.
د درزاب امنیه قوماندان محمد اسماعیل وایي، داعش وسله والو د برید په ترڅ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت مقاومت سره شول.
 


د مطلب کود: 161183

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161183/جوزجان-کې-د-افغان-پوځ-هوایي-بریدونه-داعشیانو-ته-درنه-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com