دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 161183
جوزجان کې د افغان پوځ هوایي بریدونه داعشیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان په شمال جوزجان ولایت کې د افغان هوایي ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې د اسلام دولت نومې ډلې لس وسله وال وژل شوي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د درزاب ولسوالی اړوند قزل قشلاق، دریا خانه او پسته بازار په سېمو د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه لس تنه داعش وسله وال وژل شوي.
سرچینه زیاته کړه، چې په دغو هوایي بریدونو کې د داعش پنځه غړي ټپیان هم شوي دي.
د شاهین قول اردو په وینا، د داعشیانو پر وړاندې تازه هوایي بریدونه د MD-530F ډوله الوتکو په وسېله ترسره شوې او د سیمې امنیت دا مهال د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان ولایت چارواکو پرون وویل، چې د اسلامي دولت نومې ډلې وسله والو د دوشنبې په شپه ناوخته د درزاب ولسوالی په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلییز بریدونه پیل کړل.
د درزاب امنیه قوماندان محمد اسماعیل وایي، داعش وسله والو د برید په ترڅ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت مقاومت سره شول.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcydymw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته