کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومتی الوتکو بمباریو له امله د دمشق په ختیځه غوطه کې ۴۰ تنه ملکې وګړي وژل شوي

18 حمل 1397 ساعت 12:53

د سوریی پایتخت دمشق په ختیځه غوطه کې د الوتکو بمباریو له له امله لږ ترلږه ۴۰ تنو ژوند اخیستی دی.



په ختیځه غوطه کې پرون دا هوايي بریدونه وروسته تر هغې وشول چې له سیمې څخه د جیش الاسلام په نامه وسله والې ډلې د غړیو د انتقال په اړه د روسيې په منځګړتوب خبرې ناکامه شوې.
راپورونه وايي چې خبرې د جیش الاسلام ډلې د غړیو تر منځ د اختلافاتو له امله ناکامه شوي دي.
په غوطه کې د سوريې حکومتي ځواکونو تر لسو وروځو ځنډ وروسته هوايي عملیات کړي دي.
د سوريې د بشري حقونو ډلې ویلي چې په ۴۰ وژل شویو کې ۸ ماشومان دي.


د مطلب کود: 161336

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161336/حکومتی-الوتکو-بمباریو-له-امله-د-دمشق-په-ختیځه-غوطه-کې-۴۰-تنه-ملکې-وګړي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com