ټاکل شوې چې د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدریم نن یکشنبه په رسمي سفر کابل ته ولاړ شي.
ټاکل شوې چې د ترکیې صدراعظم نن یکشنبه په رسمي سفر کابل ته ولاړ شي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 حمل 1397 ساعت 8:32
ټاکل شوې چې د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدریم نن یکشنبه په رسمي سفر کابل ته ولاړ شي.
د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست تأیید کړه چې د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدریم کابل ته ځي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې یوه ورځني سفر کې به ښاغلی ییلدریم د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله سره وګوري.
د ښاغلي فیصل په خبره، د دواړو هېوادونو مشران به د سولې او نورو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې وکړي.
نوموړي وویل:
"د بحث موضوعات یې د افغانستان او ترکیې تر منځ دهر اړخیزې همکارۍ زیاتوالی دی، ډېر تمرکز به یې پر امنیت، د افغانستان پر سوله او اقتصادي همکارۍ او په فرهنګي بحثونو وي."
د ترکیې د صدراعظم سفر داسې مهال کېږي چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په نېږدې ورځو کې به شااوخوا۶۰۰ غیرقانوني افغان کډوال له هغه هېواده بېرته کابل ته ولېږي.
لوېدیځو رسنیو د شنبې په ورځ د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په حواله لیکلي چې وایي، دغه کډوال په افغانستان کې د ناامنۍ او اقتصادي ستونزو له کبله د ایران له لارې ترکیې ته رسېدلي دي.
اعلامیه زیاتوي چې د ۵۹۱ افغان کډوالو د بېرته استولو بهیر بشپړ شوی او امنیتي ځواکونو دغه کسان په ختیځ ولایت ارزروم کې د کډوالو چارو سیمه ییزو مسؤلینو ته سپارلي دي.
د اعلامیې پر اساس، کابل ته د دغو کډوالو تر استول کېدو وروسته به په راتلونکو ورځو کې د ترکیې په نورو ولایتونو کې هم ورته بهیر دوام وکړي.
خو بل لور ته د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، د ترکیې حکومت دا خبره په رسمي ډول له دوی سره نه ده شریکه کړې.
د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت له ټولو کوربه او ټرانزیټ هېوادونو له خوا له خبرتیا پرته د افغان کډوالو بېرته ایستل د کډوالۍ د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف بولي.
د مطلب کود: 161390