په لغمان ولایت کې د موټر سایکل بم چاودنه لږ تر لږه څلور وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
لغمان کې موټر سایکل بم چاودنه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې
19 حمل 1397 ساعت 13:26
په لغمان ولایت کې د موټر سایکل بم چاودنه لږ تر لږه څلور وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې لیکلي، چې پیښه پرون د الینګار ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې یو شمېر وسله والو چې غوښتل د موټر سایکل بم په وسیله په سیمه کې برید ترسره کړي، خپل موخې ته د رسېدو مخکې د چاودنې امله ووژل شول.
د سیلاب قول اردو په وینا، په دغه چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
تېره اوونی هم الیشنګ ولسوالۍ اړوند د بارکزیو په سیمه کې دوه تنو وسلوالو مخالفینو چې غوښتل یې د افغان امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لاره کې ماین ځای پر ځای کړي، خپل ماین ورباندې انفجار کړی، چې د سیدا ګل په نوم یو سرګروپ او یو تن بل د انصاري په نوم په کې ووزل شول.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، یاد کسان د وسلوالو مخالفینو په ډله کې هغه مشهور تروریستان ول، چې په ډېری تروریستي کړنو، د ماینونو په ځای پر ځای کولو، په جنايي جرمونو او د بې ګنا انسانانو په قتلونو کې یې لاس درلود.
د مطلب کود: 161414