کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو غوڅ ماموریت، افغان ښځینه پولیسو ته ښارګوټی جوړوي

20 حمل 1397 ساعت 17:06

د ناټو ماموریت په افغانستان غواړی چی ښځینه پولیسو ته د استوګني لپاره ښارګوټي جوړي کړي.




تر راتلونکو دوو کلونو پورې به ۳۰۰ ښځینه پولیسې په هغه ښارګوټي کې ژوند پیل کړي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په مالي لګښت جوړېږي.
دا ښارګوټی چې ۱۰ بلاکونه به ولري، د ۱۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
د دوشنبې په ورځ د غوڅ ملاتړ مأموریت او افغان چارواکو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال خبر ورکړ چې د دغه ښارګوټي د لومړي فاز کار به ډېر ژر پیل شي.
د دغه ښارګوټي په لومړي فاز کې د اوسېدو درې بلاکونه جوړېږي چې ۲۶ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي چې پیسې يې د کاناډا هېواد ورکوي.
په دی اړه جان نېکلسن ناټو ماموریت قوماندان وویل:د نن ورځې غونډه موږ یو ګام نور هم مخ په وړاندې وړي، دا کار زیات شمېر ښځې هڅوي چې له خپل هېواده دفاع وکړي.


د مطلب کود: 161511

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161511/ناټو-غوڅ-ماموریت-افغان-ښځینه-پولیسو-ته-ښارګوټی-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com