دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 161511
ناټو غوڅ ماموریت، افغان ښځینه پولیسو ته ښارګوټی جوړوي
د ناټو ماموریت په افغانستان غواړی چی ښځینه پولیسو ته د استوګني لپاره ښارګوټي جوړي کړي.


تر راتلونکو دوو کلونو پورې به ۳۰۰ ښځینه پولیسې په هغه ښارګوټي کې ژوند پیل کړي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په مالي لګښت جوړېږي.
دا ښارګوټی چې ۱۰ بلاکونه به ولري، د ۱۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
د دوشنبې په ورځ د غوڅ ملاتړ مأموریت او افغان چارواکو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال خبر ورکړ چې د دغه ښارګوټي د لومړي فاز کار به ډېر ژر پیل شي.
د دغه ښارګوټي په لومړي فاز کې د اوسېدو درې بلاکونه جوړېږي چې ۲۶ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي چې پیسې يې د کاناډا هېواد ورکوي.
په دی اړه جان نېکلسن ناټو ماموریت قوماندان وویل:د نن ورځې غونډه موږ یو ګام نور هم مخ په وړاندې وړي، دا کار زیات شمېر ښځې هڅوي چې له خپل هېواده دفاع وکړي.
https://avapress.com/vdca66n6649nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته