کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر کې ۳۰ تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیستل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 حمل 1397 ساعت 13:21

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالي کې د وسله‌والو طالبانو له خوا ۳۰ تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیستل شوي دي.


د دغه وزارت د نشراتو رئيس محمد کبیر حقمل امریکا غږ اشنا ته وویل، چې یاد ښوونځي ۱۱ ورځې مخکې طالبانو تړلي وو.
هغه وویل "په دغو ښوونځيو کې د نجونو او هلکانو ۳۰ ښوونځي شامل دي، چې ۱۰ لیسې، ۸ منځني او ۱۲ لومړني ښوونځي دي".
ښاغلي حقمل زیاته کړه، وسله‌والو طالبانو دغه ښوونځي د افغان ځواکونو له خوا پر یو کور د عملیاتو په غبرګون کې تړلي وو.
د افغان امنیتي چارواکو پر ینا، په دغو عملیاتو کې د طالبانو د ډلې یو سیمه‌ییز قوماندان وژل شوی وو.
ښاغلي حقمل وویل، چې د دغو ښوونځیو په بیرته پرانیستلو کې د سیمې دیني عالمانو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د کورنیو غړو منځګړیتوب کړی دی.
د افغانستان د پوهنې وزارت د شمیرو له مخې په دغو ښوونځیو کې د ۲۲۶۲ نجونو په ګډون ۱۱۴۳۶ تنه زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.
د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ښوونځیو په وړاندې ګواښونه په داسې حال کې موجود دي، چې د افغان ولسمشر روان تعلیمي کال د پوهنې په نوم نومولی او په دې برخه کې یې له خلکو څخه د ملي حشر غوښتنه کړې.
ښاغلي غني د نوي تعلیمي کال په مراسمو کې د ښوونځیو د امنیت په خوندیتوب ټینګار وکړ او له امنیتي ارګانونو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې له ملکي ادارو سره همکاري وکړي.
 


د مطلب کود: 161705

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161705/لوګر-کې-۳۰-تړل-شوي-ښوونځي-بیرته-پرانیستل-شول

آوا
  https://www.avapress.com