کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان کې یو سړی خپل ښځه او یو بل سړي په ډزو وژلي

27 حمل 1397 ساعت 11:17

په پروان ولایت کې ددی وروسته چی خپل میرمنې سره یو بل سړي لیدلی، هغوی دواړه په ډزو وژلی او وروسته ځان امنیتی مامورینو ته تسلیم کړي.


 

درارسيدلو خبرونو له مخې،  دغه سړى نن سهار وختي ددريو بجو په شاوخوا کې دښکار  لپاره له خپل کور څخه دچاريکارو ښار  دصيادان توس  کلي ته تللي و اوله ستنيدو وروسته يې  خپله ميرمن له يوبل  سړي سره په خپل کور کې وليدله او دوى يې دټوپک  په ډزو سره ووژل .
دپروان ولايت  يوه امنيتي   خبرځاى ویلی چې ددغه سړي ديرش کلنې ميرمنې دفريد په نامه  له يوه سړي سره ناروا اړيکې لرلې او دى کله چې ښکار ته ځي ميرمن يې دخپل زوى دغه دوست کور ته راغواړي او دواړه  په ناروا کار  لاس پورې کوي او په پاى کې  وژل کيږي .
تسليم شوي سړي دخپلې ميرمنې او دميرمنې دزوى ددوست په وژنې اعتراف کړى دى .


د مطلب کود: 161905

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161905/په-پروان-کې-یو-سړی-خپل-ښځه-او-بل-سړي-ډزو-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com