کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی په اړه د ولسي جرګې پرېکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 حمل 1397 ساعت 10:08

د ولسي جرګې د رئیسانو کمېټې پرون چهارشبنې پرېکړه وکړه چې په راتلونکې چهارشنبې په ورځ دې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي استجوابیه غونډې ته استیضاح شي.


د ولسي جرګې رئس عبدالروف ابراهیمي په دې اړه وویل، چې د جرګې د رای ګېري له مخې د افغانستان ملي امنیت ریاست د عمومي رئیس د استیضاح په  موضوع د چهارشنبې په اجنډا کې شامله شوه.
په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینو غړو د رئیسانو کمېټې د پرېکړې په اړه بېلا بېل غبرګونونه وښودل.
د جرګې ځینې غړي د رئیسانو کمېټې دغه پرېکړه غیر اصولي او غیر قانوني وبللې خو یو شمېر نور وکیلان د دغه پرېکړې ملاتړ کوي.
د رئیسانو کمېټې ملاتړې د هېواد اوسني وضعیت په کتو وایي د ملي امنیت د رئیس په ګډون ټول امنیتي مسؤلین په‎خپلو چارو کې پاتې راغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې غړو کابو درې اوونی مخکې هم د حکومت درې جګپوړي امنیتي چارواکي د ملي امنیت رئیس په ګډون د ناامنیو د زیاتېدو له امله استیضاح کړي وو.


د مطلب کود: 162107

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162107/د-ملي-امنیت-عمومي-رئیس-معصوم-ستانکزی-په-اړه-ولسي-جرګې-پرېکړه

آوا
  https://www.avapress.com