کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۲۰۱۷ میلادی کال کې یو لک او ۷ سوه افغانانو ته په اروپا کې پناه ورکړل شوي

31 حمل 1397 ساعت 8:16

په تیر میلادی کال کې نږدی یو لک او ۷ سوه افغانانو ته په اروپا کې پناه ورکړل شوی ده.



دا شمېره په اروپا يي هېوادونو کې د پناه اخستونکو ۵ لکه او څلوېښت زرو کډوالو ۱۹په شلو کې جوړوي.
د اروپا د احصايې دفتر نن وویل د منل شویو پناه غوښتونکو دا شمېر د هغو په مقایسه ۲۵ په سلو کې کم دی چې په ۲۰۱۶ کال کې په اروپايي اتحادیه کې ورته پناه ورکړل شوې ده.
سوريې کډوال او پناه غوښتونکي په اول مقام، افغانان په دوهم او د عراق وګړي په دریم ځای کې دي.
جرمني تر ټولو زیات کډوال او پناه غوښتونکي منلي دي او تر دې هېواد وروسته فرانسه، ایټالیا، اطریش او بیا سویډن دی چې زیات شمېر پناه غوښتونکو ته يې پناه ورکړې ده.


د مطلب کود: 162157

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162157/۲۰۱۷-میلادی-کال-کې-یو-لک-او-۷-سوه-افغانانو-ته-په-اروپا-پناه-ورکړل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com