کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند او چین په افغانستان کې اقتصادی پروژو پیل لپاره په موافقه رسیدیي

9 ثور 1397 ساعت 9:57

د راپورونو په اساس، هند او چین هیوادونه غواړی چی په افغانستان کې د اقتصادی پروژو په مرسته، خپلو اړیکو کې ترینګلتیا لیری کړی.



د هند او چین رسنیو دا خبر پرون شنبه د هند صدراعظم نرېندرا مودي او د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د درې ورځنۍ غیر رسمي کتنې په پای کې خپور کړ.
دواړو رهبرانو د چین په ووهان ښار کې د هغه سره کتلي او په سیمه کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا په مرسته یې د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر د هند او چین د دې پرېکړې هرکلی وکړ.
شیدا محمد ابدالي وویل، د هند او چین په څېر ، د سیمې د سترو اقتصادي او سیاسي قدرتونو همکاري په افغانستان کې له امنیت او اقتصادي ودې سره مرسته کولای شي.
په افغانستان کې د هند او چین د ګډې اقتصادي پروژې جزیات نه دي خپاره شوي.
 


د مطلب کود: 162706

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162706/هند-او-چین-په-افغانستان-کې-اقتصادی-پروژو-پیل-لپاره-موافقه-رسیدیي

آوا
  https://www.avapress.com